استنبول 24 مئی (اے پی پی) د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبد القادر بلوچ وئيلي دي پاكستان د ملګرو ملتونو په چارټر عمل كولو له لوظي دے۔ د سلامتي كونسل په ايجنډا د پرتې هرې ستونزې حل غواړو۔ پاك پوځ د بشري همدردۍ چارو كښې برخه اخستلو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ نړيواله ورورولي په نوؤ ستونزو كښې د پخوانو كډوالو صورتحال څخه پام ونه ګرځوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده استنبول كښې د بشري همدردۍ په بنياد مرستې سره اړونډ كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ دا كنفرنس د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون په وېنا راجوړ كړے شوے ؤ۔ دې دوه ورځني كنفرنس كښې د بېلو هېوادونو اولس مشرانو ٬ د بشري همدردۍ او پرمختيائي هلو ځلو كښې برخه اخستونكو ادارو او نورو كسانو په لو??ه شمېره ګډون وكړو۔ د سېفران وزير په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زيات د كډوالو كوربتوب كوؤنكي هېواد په حېث د پاكستان لخوا د بشري همدردۍ په بنياد هلو ځلو كښې د برخه اخستونكي او د قدرتي آفتونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صورتحال د قابو موندلو صلاحيت لرونكي هېواد په توګه د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ ده د موسمياتي بدلون منفي اثراتو مقابلې له د پاكستان د عزم پخلې هم وكړو او دې لپاره ئې د مناسب فنډ په حاجت زور راوړو۔ په دې مهال د سېفران وفاقي وزير كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دوهم هائي كمشنر کېلی ټی کلېمنټس سره هم ملاقات وكړو۔ ده هيله ولرله چی افغان كډوال به پخپله خو??ه خپل هېواد ته ډېر زر ستانه شي۔
د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبد القادر بلوچ استنبول كښې د بشري همدردۍ په بنياد مرستې سره اړونډ كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد