اسلام آباد۔2اپریل (اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيځ خصوصي استازي علامه محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي پاكستان اسلامي هېوادونو سره غوره اړيكې لري٬ مونږ غواړؤ ټول ورونړا اسلامي هېوادونه يو موټي شي٬ د كشمير په اړه د نړۍ دريځ بدلېږي٬ د اسلامي مرستې تنظيم كنفرنس د ګډون كوؤنكو يو وارې بيا مننه كوم ٬ د روژې مباركې مياشتې اولنۍ جمعې موضوع به د لويې څښتن او د بندګانو حقونه وي ٬ د ګرد هېواد تجارانو ته خواست دې چې د روژې مباركه مياشت كښې منافع كمولو سره خلكو لپاره آسانۍ رامخې ته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم مشرتابه مننه كوم د كومو ګډون كولو سره چې د اسلامي نړۍ ٬ د فلسطين ٬ كشمير او اسلاموفوبيا مسئلو په اړه غږ پورته كړې شو۔ د دې كنفرنس په كاميابۍ به د او آئي سي ټولو سفيرانو په درناوي كښې په 11 اپرېل د افطاري پروګرام كولې شي۔ ده ووئيل د جولائي په پايه كښې به سعودي چارواكي پاكستان ته بللې شي۔
پاكستان اسلامي هېوادونو سره غوره اړيكې لري٬ ټول ورونړا اسلامي هېوادونه يو موټي ليدل غواړؤ ٬ د كشمير په اړه د نړۍ دريځ بدلېږي٬ د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيځ خصوصي استازي علامه محمد طاهر محمود اشرفي خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : ریل رش