اسلام آباد 11نومبر (اے پي پي)نوې ډيلې كښې د افغانستان په اړه سيمه ايز کنفرنس ، افغانستان كښې په بالواسطه توګه د ترهه ګرۍ زياتولو په اړه هند پخپلو مقاصدو كښې ناكامه شوې لكه څنګه چې د روس د اړخه جارې كړې جلا اعلاميه كښې د كوربه هېواد په ګوته كړې څانكې نه دې ښودلې شوي۔ روس او هند د اړخه د شورو په ورځ د افغانستان په اړه نوې ډيلي كښې د سيمه ايزو مشرانو غونډې په آخر جاري کړو بيلو بيانونو كښې په ځينې مسئلو د هغوې په موقف كښې اختلاف څرګند شوے۔ د مشرانو په غونډه كښې هند ، ايران، قازقستان، کرغزستان، روس، تاجکستان، ترکمانستان او د ازبکستان د قامي سلامتيا صلاحكارو او سيکرټريز ګډون كړے۔په غونډه كښې د افغانستان، چين يا پاکستان کومه نمائندګي نه وه۔د ډيلي اعلاميې له مخې افغانستان كښې د ترهه ګرۍ ، بنياد پرستۍ او منشيات قاچاق له امله پيدا شوو خطرو ته پام لرنه شوې۔ ستم ظريفي دا ده چې پاکستان تير كال يو ډوزيئر جاري کړے ؤ چې پكښې په خاص توګه په پاکستان كښې تخريبي هلو ځلو لپاره افغان اين ډي اېس سره په كډه د هندي فنډز څخه 66 ترهه ګر تربيتي کيمپونه په ګوته كړے شوي وؤ۔ د هند خارجه وزارت د اړخه د غونډې په آخر جاري يو بيان له مخې په غونډه كښې په 12 نکاتو كښې د څلورو تعلق افغانستان كښې انتهاء خوښۍ ، ترهه ګرۍ، بنياد پرستۍ او د منشيات قاچاق مخنيوي څخه ؤ دغسې د انساني بحران ترجيح آخري ؤه ۔ دا يوه جلا خبره ده چې د يو غير معمولي اقدام په توګه روس خپل جلا بيان جارې كړے چې پكښې کم نه کم په 5 څانګو بيل نکته نظر بيان کړے شوي۔ د ترهه ګرۍ په مسئله د ډيلې اعلاميه كښې د دې خبرې په باوري كولو زور راوړلے شوے چې افغانستان كښې به چرې هم د نړيوالې ترهه ګرۍ خوندي ژالې جوړې نشي
د افغانستان په اړه سيمه ايز کنفرنس ، افغانستان كښې په بالواسطه توګه د ترهه ګرۍ زياتولو هندي عزائم ناکامه شوي
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ