كراچې 23 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي سره د پاكستان د خارجه اړيكو د كونسل ﴿پي سي اېف آر﴾ پلاوي د جمعې په ورځ د سندھ په ګورنر هاٶس كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال پلاوي صدر ډاكټر عارف علوي ته ووئيل پي سي اېف آر په كراچې كښې څنګه د تهنك ټېنك په توګه كار كوي او په سفارتي چارو كښې د حكومت مرسته كوي. په دې موقع په خپلو خبرو كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل حكومت د سفارتكارۍ او خارجه پالېسې په څانګو كښې تحقيقي چارو لپاره د خارجه دفتر د لارې په هېواد كښې پوهنتونونو سره رابطې كړي. صدر پلاوي ته باور وركړو چې د خارجه وزارت د لارې به د خارجه دفتر او پي سي اېف آر ترمېنځه روابط قوي كولې شي. غېر ملكي سفارتكارو سره غوره اړيكې په ځاے ساتلو كښې د پي سي اېف آر د كردار اعتراف سره صدر ووئيل بايد د لوستونكو په شمېر كښې زياتوالي لپاره د تهنك ټېنك په توګه د پي سي اېف آر عملي اثرات زيات وي. ډاكټر عارف علوي په اسلام آباد كښې دفتر پرانستلو سره د پاكستان د خارجه اړيكو د كونسل د كار دائره پراخه كولو مشوره هم وركړه. د پلاوي په غړو كښې چيف اېګزېكټو آفيسر احسن مختار، سفير حسن حبيب، سفيړ خالد امين، د انډس نيوز پخوانې مشر شاهين صلاح الدين او نور شامل وو.
صدر ډاكټر عارف علوي سره د پاكستان د خارجه اړيكو د كونسل پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea