اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاکستان او مصر د ترهګرۍ يو ډول چېلنجونو سره ??خ پاتې شوې۔ د مصر ستر مفتي پاكستان دورې او ??ده لخوا د پاكستان د ټولو مكاتب فكر 1800 څخه د زياتو علماﺀ كرامو د ترهګرۍ په ضد د فتوی توثيق سره به د انتها خوښي ذهنيت مقابله كولو هڅې لا قوي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خپل دفتر كښې د مصر مفتی اعظم ډاکټر شوكی ابراهیم عبدالکریم سره خبرو كښې وكړه۔ د مذ??بي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ٬ دوهم وزير پير امين الحسنات شاه او د مصر سفير محمد فضل يعقوب هم په دې مهال موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل اسلامي كاز لپاره د سپېځلو خذماتو په اعتراف كښې د پاكستان حكومت د مصر ستر مفتي ډاكټر شوكي ابراهيم عبد الكريم ته د “هلال قائداعظم” اعزاز وركولو پرېكړه كړې۔ وزیراعظم د مصر مفتي هركلي كولو سره ??وئيل ??ده دې دورې سره به د پاك مصر دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي او د شريكې خوښی په ټولو څانګو كښې به مرسته لا پراخا شي۔ ده د جامعه الازهر فكري او تعليمي خذمات ستائلو سره ??وئيل دا جامعه په اسلامي نړۍ كښې د اعتدال غږ پاتې شوې۔ مفتي اعظم ددورې په مهال د پاكستان حكومت لخوا په تود هركلي او مېلمستيا كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده د ” پېغام پاکستان” ګام او مذ??بي روادارۍ ته د ودې په لړ كښې د نړيوال كنفرنس ستائنه كولو سره ??وئيل دې سره به د ترهګرۍ لعنت مقابلې كولو له د پاكستان د مخلصانه هڅو په حقله يو زبردست پېغام لا?? شي۔ ده د مصر حكومت او اولس لخوا پاكستاني حكومت او اولس لپاره ??يكې هيلې هم وزيراعظم ته ورسولې۔
پاکستان او مصر د ترهګرۍ يو ډول چېلنجونو سره مخ پاتے شوے۔
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ