اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) د ماحولياتي بدلونونو وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې عمران خان د لان?? مارچ نه بلكې لاهور څخه تر اسلام آباد د شارټ مارچ اعلان كړے دے٬ كه د دوئي عمران بچ كړۍ تحريك دومره مقبول دے نو بيا دې د پيپلز ګوند په څير كراچۍ نه تر اسلام آباد لان?? مارچ وكړي٬ ټول ټاكنې به د آئين له مخې په خپل وخت كېږي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل ما تحريك ان??اف ته چېلنج وركړے چې هغه د پيپلز ګوند په شان لان?? مارچ كولے نه شي٬ د دوئي شارټ مارچ جي ټي روډ څخه پېل كېږي او په جي ټي روډ ختمېږي۔ دې ووئيل عمران خان ته معلومه ده چې خلك د اړي ګړي د سياست برخه جوړېدل نه غواړي٬ د مئي پ?? 25 ??ه او د اكتوبر په 21 مه نېټه خلقو بهر نه راوتلو سره د تحريك ان??اف د اړي ګړي كال مسترد كړو٬ دا ځل به هم دې ناكامۍ سره مخ شي۔ شيري رحمان ووئيل په سندھ او بلوچستان كښې اوس هم 2.6 ملین خلك بېړنۍ مرستې ته سترګې په لاره دي٬ د لكھونو په شمېر په كېمپونو كښې پاتې كېږي٬ په دې صورتحال كښې دوئي د لان?? مارچ د لارې هېواد كښې د ټاكنو غوښتنه كوي۔
عمران خان د لانګ مارچ نه د شارټ مارچ اعلان كړے دے٬ سېنېټر شېري رحمان
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر