ګوادر 01 ستمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د چین سفیر سن وی ډونګ وئيلي دې د ګوادر پروژه د پاکستان او چین دواړو هيوادونو لپاره مهمه ده ، د ګوادر سباؤن روښانه دے ٬ دې سره به د اولس د ژوند معیار ??ه شي ، ګوادر ??حف??ظولو لپاره ګامونه پورته كول د پروژې برخه ده ، ګوادر به ?? سيمې هيوادونو ترمينځه د رابطو ذریعه وي ، ?? بلوچستان 20 مشران به د چين دوره كوي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده ګوادر كښی د بيلو پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه اېښودو په مهال وكړه۔ ده ووئيل د وزیراعظم سره ګوادر ته راتږ زما لپاره درناوے دے، ګوادر بندرګاہ د اقتصادی راهدارۍ مهمه پروژه ده ، د ګوادر بندرګاره پروژه د پاکستان او چین دواړو هيوادونو لپاره مهمه ده ۔ ده ووئيل د ګوادر بندرګاه په جوړولو د پاکستان حکومت او اولس مننه كوو ، ده ووئېل ګوادر پورټ جوړول د انجینئرانو او تکنیکی عملې د پوهې نتيجه ده ۔ د چین سفیر ووئيل ګوادر كښې په بيلو پرمختيائي پروژو کار په تندۍ سره روان دے ۔ ده ووئيل ګوادر د هيواد نورو سيمو سره تړلو لپاره به سترې لارې جوړولې شي۔ سيمه كښې تعلیمی اسانيو وركولو په پروژو كار كوو ۔ده ووئېل ?? بلوچستان میډیکل پوهنتون زده كونكو له چین كښې تربيه وركولې شي ۔ د چین د اړخه د ډالۍ په توګه جوړ شوي سكول كښې به 200 ماشومان زدكړې ترلاسه كولې شي۔
د ګوادر سباؤن روښانه دے ، دا به د هيوادونو ترمينځه د رابطو ذریعه وي ، د بلوچستان 20 مشران به د چین دورہ کوي
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس