هری پور ۔2جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا وزيراعلی محمود خان تېره ورځ د هري پور دورې په موقع د تحريك انصاف مېرمنو څانګو سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دې مهال خپل خطاب كښې وزيراعلی ووئيل پی ټی آئی كښی د مېرمنو ونګ كردار ډېر مهم دے۔ زمونږ د ګوند مېرمنو هېواد كښې د جمهوريت ودې لپاره بلها قربانۍ وركړي۔ هغه ووئيل مونږ ستاسو ښار له د اربونو روپو مېګا پروژې وركړي د كومو ترسره كېدو سره به چې بې روزګاري ختمه او د سړو سره سره مېرمنو ته هم ګټه ورسي۔ هری پور بائی پاس، حطار روډ او سټی بائی پاس سره به ښار كښې د ټرېفك فشار ټول عمري له ختم شي۔ هغه ووئيل ګورنمنټ ګرلز سینټینئل ماډل هائیر سیکېنډری سکول او لورہ – جبری کوهاله سړك جوړېدو سره به د هري پور تقدير بدل شي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا