اسلام آباد۔4جولائی (اے پی پی) پاکستان نړۍ ته دا څرګنده کړې چې د جون په 23 مه نېټه لاهور كښې د رامخې ته شوې ترهګړۍ پېښې جوړښت په هندوستان کښې موندل کیږي،مونږ د ترهګرو نومونه او ریکارډونه لرو. د برید ماسټر مائينډ او هېنډلر تعلق هندوستان سره دے۔ نړۍ باید په خپله د دې پلټنې وكړي۔ دې نه وړاندې هم نړۍ ته پاكستان كښې د ترهګرۍ پېښو كښې د هند د نېغ په نېغه ككړ كېدو ډوزيئر وركړې شوي دي۔ د وزيراعظم امر دے چې د دې پېښې حوالې سره چې كومه هم سياسي او قانوني تګلاره ده هغه دې وكارولې شي۔ هند د ترهګرو تربيه كولو سره سره هغوي سره مالي مرسته هم كوي۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم آفس كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د وزيراعظم د قامي سلامتيا خصوصي مرستيال ډاكټر معيد يوسف او د پنجاب پوليس آئي جي انعام غني ووئيل د هند لخوا پاكستان كښې د ترهګرۍ د ملاتړ كولو كوټلي ثبوتونه موجود دي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل پاکستان له ډیرې مودې راهیسې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي. دې حوالې سره سناریو د هرچا په مخکښې ده .د کلبھوشن یادو نیول په پاکستان کښې د هندي لاس وهنې ښكاره ثبوت ؤ۔ د بده مرغه پرله پسې دا ډول ېېښو كښې د هند اسټېبلشمنټ او حكومت پاكستان كښی د ترهګرۍ نېټ ورك ملاتړ كوي۔ هغه ووئيل آئي جي پنجاب ته مباركي وركوم چې هغه د لاهور چاؤدنې پېښې نه وروسته د امنيتي ځواكونو او استخباراتي ادارو د لارې دې پېښه كښې ككړو وګړو ته ورسېد او په دې كښې دا عكس ښكاره په نظر راغلو چې دې پېښه كښې هند نېغ په نېغه ككړ پاتے شوے۔ هغه ووئيل دا ګېنګ زمونږ قبضه كښې دے۔ د دې خلكو نيولو كښی د قانون نافذ كوؤنكو او خفيه ادارو د لارې كامياب شوې يؤ۔ په دې زه ټولو ته مباركي وركوم۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا خصوصي معاون ډاكټر معيد يوسف ووئيل مونږ سره دې ترهګر بريد كښې د ككړ نېټ ورك ټول ريكارډ موجود دے۔ دا پېښه د هندوستان لخوا د پاكستان په ضد د ترهګرۍ سپانسرشپ سره تړون لري۔ د دې ماسټر مائينډ هندي وګړے دے كوم چې هندي استخباراتي ادارې را سره تعلق لري۔ هغه ووئيل د هندوستان لخوا دا كومه اولنۍ كارروائي نه ده۔ مونږ څو وارې وئيلي چې هندوستان د پاكستان په ضد ترهګرۍ كښې ككړ دے۔ هغه ووئيل په كومه ورځ چې دا بريد شوے په دغه ورځ د هند لخوا د پاكستان په انوېسټي ګېشن انفراسټركچر د زرګونو په شمېر پرله پسې بريدونه وشول۔ دا بريدونه ځكه كېدل چې هغوي اندېښنه لرله چې مونږ د ترهګرۍ نېټ ورك په ډاګه كوؤنكي يؤ۔ بياهم په وخت كارروائي كولو سره زمونږ ادارې د دې پېښې وېخ ته رسېدو كښې كاميابې شوې۔ هغه ووئيل هند د ترهګرۍ نېغ په نېغه مالي مرسته كوي۔ د دې پېښې منصوبه بندي هند وكړه او د درېم هېواد د لارې پېسې ولېږلې شوې۔ هغه ووئيل په دې پېښه كښې كارولې شوې افغان كډوال عيد ګل پاكستانې شناختي كارډ هم لري۔ هغه ووئيل 30 لکھ افغان وګړي پاكستان كښې د لسيزو نه ژوند كوي اوس وخت راغلے چې دوئي عزت سره خپل هېواد ته لېږلو له په نړيواله كچه كردار ترسره كړې شي۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل يو وارې به بيا د هند اصلي څېره نړۍ ته مخامخ كوؤ۔ وزيراعظم هدايت كړے چې د ترهګرۍ نېټ ورك په ډاګه كولو له دې ټولې وسيلې وكارولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل تېر كال پاكستان كښې ترهګرۍ كښې د هند ككړ كېدو حوالې سره نړيوالې ورورولۍ ته په وركړې شوي ډوزئير د نړۍ لخوا كوم كوټلې ځواب ترلاسه نه شو او خاموشې پاتې شوه بياهم كه نړۍ ځواب وركړي يا ورنكړي مونږ به د هند اصل څېره نړۍ ته بار بار په ډاګه كوؤ۔ نړۍ هند سره تړلې خپلو ګټو ته كتلي ځكه ئې ځواب نه دے كړے۔ مونږ به په دې خاموشه نه پاتې كېږو۔ حكومت به ټولې قانوني لارې كاروي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د هند لخوا د ډرون بريد ډرامه وكړې شوه۔ دا څنګه ډرون بريد وو د كوم په نتيجه كښې چې كوم ځاني زيان نه دے شوے۔ په دې كښې نكته دا ده چې هند څو وارې د نړۍ په غړېدلو سترګو ګوتې اېښودلې دي۔ د نړۍ د واچ ډاګز دا كردار دے چې هغه دې صورتحال ته كتلو سره ترھګرۍ كښې په ككړ هېواد بندېزونه لګوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل 30 لكه افغان كډوال د څو لسيزو نه دلته مېشته دي۔ پاكستان چې څومره د دوئي مېلمستيا كړې مثال نه لري۔ دوئي كښې زياتره په قانون عمل كوي بياهم ځينې عناصر دوئي سره پناه اخلي د دوئي د لاسه ټول كډوال تنګولې نه شؤ۔ هغه ووئيل د پاكستان هڅه ده چې د افغانستان مسئله سياسي مفاهمت سره حل كړې شي۔ كه داسې ونشوه نو بيا د كورنۍ جھګړې خطره ده۔ په دې مهال د پنجاب آئي جي انعام غني ووئيل د جون په 23 مه نېټھ رامخې ته شوې جوهر ټاؤن چاؤدنه كښې درې اهلكار شهيد او د افسرانو په شمول 22 نور اهلكار ژوبل شوي وو۔ په دې كښی 12 ګاډي تباه شوي او 7 كورونه ځپلې شوي وو۔ د دې پېښې نه وروسته سي ټي ډي او نورو ادارو په ګډه پلټنې پېل كړې او 16 ساعته كښې دننه ككړو ترھګرو ته ورسېدې۔ د دې بريد فنانسنګ او منصوبه بندي بهر نه شوې وه او پاكستان كښې مېشته 5 كسانو دا كارروائي عملي كړه۔ دې كښې د كراچۍ 55 كلن پاكستاني پیټر د ګاډي انتظام وكړو۔ افغان وګړي عيدګل كوم چې د څو لسيزو نه د افغان كډوال په توګه پاكستان كښې مېشته دې ګاډې كښې بارود په ځائې كړل۔ هغه په 21 جون په دې ګاډي ټوله سيمه كښې وګرځېد۔ په 22 جون هغه يووارې بيا په ركشه رېكي كولو له راغلو۔ په 23 جون هغه اسلام آباد نه د موټروے د لارې لاهور ته روان شو۔ هغه 12 ساعتونه په موټروے پاتے شو۔ څلورنيمې بجې هغه ګاډې د چاؤدنې سيمه كښې يو جوړېدونكي كور ته مخامخ ودرولو۔ دلته د پوليس پوسته وه او د پوليس موبائل هم ولاړ ؤ۔ دې ګاډي كښې 20 كلوګرام چاؤډېدونكي توكي وو۔ چاؤدنې سره ګاډې تباه شو۔ هغه ووئيل عید ګل سره پيټر پال ډېوډ ٬ ضياﺀ الله او عائشه ګل هم شامل وه۔ دا ټول نيولې شوي دي۔ د دې پیښی په اړه نورې پلټنې روانې دي۔ هغه په دې مهال د تورنو ترمينځھ په پښتو كښې شوې خبرې هم واورولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزیراعظم د انټېلي جنس كوآرډينېشن كمېټۍ پرانسته كړې۔ دلته يو سيل جوړ كړے شوے دے په كوم كښې چې ټولې ايجنسۍ كار كوي۔ هغه ووئيل د جوهر ټاؤن پیښه كښې د ككړ مجرم عيدګل د دوه وروڼو څارنه كېږي خو د پاكستاني شناختي كارډ لرلو د لاسه د عيدګل څارنه نه كېدله۔
پاکستان نړۍ ته دا څرګنده کړې چې د جون په 23 مه نېټه لاهور كښې رامخې ته شوې ترهګري هندوستان سره تړون لري۔ چوهدري فواد حسېن ٬ ډاكټر معيد يوسف او آئي جي پنجاب خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل