اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ غړي حاجي خيال زمان په مړينه خواشيني ښودلې۔د ګل په ورځ په ټوېټر د غمرازۍ په پيغام كښې وزيراعظم عمران خان د ارواښاد خذمات ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه د قامي اسمبلۍ په يوه غونډه كښې خپل پريكنده ووټ اچولو لپاره سره د سختې ناروغۍ راغلے ؤ ۔وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل