لاهور 27 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د پاكستان په تاريخ كښې دومره شدت سره سېلاب وړاندې چرت نه دې راغلې٬د سندھ زياتره سيمې د سېلاب له امله سختې ځپلې شوې دي٬ په پاكستان كښې د تېر وخت په مقابله كښې د 190 فيصد څخه زيات بارانونه شوي٬په بلوچستان كښې دا شرح د 400 فيصد څخه زياته او په سندھ كښې 480 فيصد څخه زياته ده٬ په سوات٬مينګوره او نورو سيمو كښې روغې ودانۍ د سېلاب اوبو وړي دي٬ د خلكو څاروو او املاك ته سخت زيان رسېدلې٬ټول قام دې په ګډه د ځپليو مرسته وكړي٬سمندر پورې پاكستانيان دې هم د سېلاب ځپليو په مرسته كښې برخه واخلي٬سېلاب ځپليو ته د شتمنو د مرستې سخت ضرورت دے٬په 9999 اېس اېم اېس كولو سره سېلاب ځپليو لپاره عطيه وركولې شي٬سمندرې پورې پاكستانيان هم په وزيراعظم فلډ رېليف فنډ كښې آن لائن عطيات جمع كولې شي۔ دې د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سندھ سېلاب ځپليو سيمو دورې كولو لپاره سجاول ته تللې۔ په پاكستان كښې دا مهال سېلاب د هېواد په تاريخ كښې تر ټولو لويې سېلاب دے٬ د پاكستان په تاريخ كښې چرته هم دومره زيات بارانونه او سېلاب نه دي راغلې۔ دې ووئيل چې د كال 2010 سېلاب په مقابله كښې دا سېلاب او بارانونه څو چنده زيات دي۔ دې ووئيل چې په پاكستان كښې د تېر وخت په مقابله كښې د 190 فيصد څخه زيات بارانونه شوي٬په بلوچستان كښې دا شرح د 400 فيصد څخه زياته او په سندھ كښې د 480 فيصد څخه زياته ده٬په سوات٬مينګوره او نورو سيمو كښې روغې ودانۍ د سېلاب اوبو وړې دي٬د خلكو څاروو او املاك ته سخت زيان رسېدلې٬ټول قام دې په ګډه د ځپليو مرسته وكړي٬سمندر پورې پاكستانيان دې هم د سېلاب ځپليو په مرسته كښې برخه واخلي٬سېلاب ځپليو ته د شتمنو د مرستې سخت ضرورت دے٬په 9999 اېس اېم اېس كولو سره د سېلاب ځپليو لپاره عطيه وركولې شي٬سمندرې پورې پاكستانيان هم په وزيراعظم فلډ رېليف فنډ كښې آن لائن عطيات جمع كولې شي۔ دې ووئيل چې پرون په سوات كښې د سېلاب له امله تر ټولو زيات ځاني او مالي ځان شوے او انفراسټركچر ته زيان رسېدلې۔كالام٬بحرين٬مدين او مينګوره تر ټولو زياته ځپل شوي چرته چې روغې ودانۍ د سېلاب اوبو وړې دي۔ دې ووئيل چې ايمرجنسي رېليف رېسكيو تر ټولو زيات كار كړې۔ دې ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او پنجاب دورې كوي۔ په دوهم پړاؤ كښې پرون وزيراعظم سكهر ته تلے و۔هلته وزيراعظم د سندھ حكومت لپاره د 15 ارب روپو د مرستې اعلان كړې۔دې ووئيل چې د پاك پوځ او اېن ډي اېم اے پشمول ټولې ادارې د باران او سېلاب له امله د ځپليو كسانو د مرستې او بحالۍ لپاره بشپړ كار كوي
د پاكستان په تاريخ كښې دومره شدت سره سېلاب وړاندې چرته نه دې راغلې٬د سندھ زياتره سيمې د سېلاب له امله سختې ځپلې شوې دي٬ په پاكستان كښې د تېر وخت په مقابله كښې د 190 فيصد څخه زيات بارانونه شوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں