اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيلي دي پاکستان د تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې زر تر زره بشپړولو عزم لري ٬ مونږ منځني اسیائي هېوادونو سره اوږد مهاله اړیکو كښې خوښي لرؤ۔ دا خبره هغه د تركمانستان خپل همڅنګ راشد ميردوف سره خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايز صورتحال په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې۔ خارجه وزير د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه كښې ګډون كولو له پاكستان ته په راتللو د تركمانستان خارجه وزير مننه وكړه۔ خارجه وزير خپلو خبرو كښې دوه اړخيزه رابطو ته د ودې وركولو د لارې دوه اړخيزه تجارت زياتولو له د هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل پاكستان د تاپی ګاز پائپ لائن منصوبو زر تر زره بشپړ كولو عزم لري۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان او آئي سي د اسلامي نړۍ مستحكم غږ ګرځولو سره د اسلامو فوبیا، امن او سلامتی او د شخړو حل لپاره د او آئي سي د فعاله كردار ترسره كولو غوښتنه كوي۔ د 40 كالو جھګړې نه وروستو افغانستان كښې د امن په ځائې كېدو اميد پېدا شوې دې۔ خارجه وزير ووئيل كه په افغانستان كښې د رامخې ته كېدونكي صورتحال مخنيوي له په وخت ګامونه پورته نه كړې شول نو د دې د لاسه ګاونډي هېوادونه ٬ سيمه او ګرده نړۍ ځپلې كېدې شي۔ هغه ووئيل مونږ د كشمير مسئلې حوالې سره په پرله پسې او بشپړ ملاتړ كولو د او آئي سي كونسل مننه كوؤ۔ د تركمانستان خارجه وزير اخلاص سره په كوربتوب كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔
پاکستان د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې زر تر زره بشپړېدو او منځني اسیائي هېوادونو سره اوږد مهاله اړیکو كښې خوښي لري ٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن