اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي بلاول دې قام ته اووائي چې د بېنظير حكومتونه ختموونكي خلق څوك وو، كله چې غلاګانې شريكې وي نو بيا خپل ټول اختلافات هېرېږي، په بېنظير او زرداري مقدمې عمران خان نه دي جوړې كړې بلكې دا مقدمې جوړوونكي نواز او شهباز وو. د شورو په ورځ د بلاول بهټو زرداري په وېنا په خپل غبرګون كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل علي بابا او څلوېښت غله، په سړكونو د راښكلو او د خېټې نه د لوټ كړي دولت درامد كولو دعویٰ كونكے شهباز شريف نن چرته ولاړ دے؟ ده ووئيل پيپلز پارټي تل نوكرې خرڅې كړي، . وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل پيپلز پارټي د زده طالب علمانو په يونين كښې غنډاګردي، قتل و غارت او د بدمعاشې كلتور معرفي كړے. د ډوډې، جامې او د كور نعره ټوقې جوړې شوي، په يو حكومت كښې هم پيپلز پارټي په دې عمل نه دې كړے. فرخ حبيب ووئيل نن د ځوانانو په مېنځ كښې بلاول دروغ وئيلي دي چې په سندھ كښې وړيا علاج كېږي، نن هم كه د سندھ په تهرپاركر سيمه كښې وړيا علاج شته نو هغه يوازې د صحت انصاف كارډ د لارې كېږي. د سندھ حكومت كه د سندھ اولس سره وفا كول غواړي نو د صحت انصاف كارډ تقليد دې وكړي. ده ووئيل بلاول دې اووئې چې په 13 كلونو كښې ئې په سندھ كښې څو پوهنتونونه، سكولونه او كالجونه پرانستي. اصل حقيقت دا دے چې د بلاول پشان شتمند خو خپل علاج او لوستې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي ځكه په تعليم او روغتيا څانګو كښې كار نه كوي
پيپلز پارټي تل نوكرې خرڅې كړي، بلاول دې قام ته اووائي چې د بېنظير حكومتونو ختموونكي خلق څوك وو. د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د بلاول بهټو زرداري په وېنا غبرګون
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر