اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د وزيراعظم کامياب جوان پروګرام له مخې هنر ټولو ځوانانو لپاره د پراجېكټ د جاج اغستو غونډه شوې ۔ په غونډه كښې ډاکټر شبنم سرفراز، ممبر سوشل سيکټر اينډ ډيولېشن، د پلاننګ کميشن، د نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن (نيوټيک) چيئرمين سيد جواد حسن، او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په دې موقع د نيوټېك چيئرمين غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو٬ د پروګرام له مخې به په مجموعي توګه 74 زره 737 ټرېنرز ته تربيه وركولې شي۔ وفاقي وزير د منصوبې له مخې د شوو اقداماتو ستائنه كولو سره ځوانانو ته ګټه رسولو لپاره د هنر تربيې زياتولو لپاره د نورو لارو لټولو په حاجت زور رواړو۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح ځوانانو ته تربيه وركول دي دغسې چې ھغوي په بېلا بېلو څانګو كښې ملازمتونه ترلاسه كړې شي۔ په غونډه كښې د سکل ډويلپمنټ پروګرام د لارې د لس لكه ملازمتونو هدف او د منصوبې په راتلونكې پړاو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه
د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د وزيراعظم کامياب جوان پروګرام له مخې هنر ټولو ځوانانو لپاره د پراجېكټ د جاج اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا