اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې نزدي او د ملګرتيا اړيكي لري او سعودي عرب عمر له په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ، د پاكستان 23 لكهه څخه زيات افرادي قوت د سعودي عرب په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي، شاه سلمان فلاحي ادارې د ټولي نړۍ په شان پاكستان كښې هم نن څخه د يو لكه 29 زره كورنيو له هغه سيمو كښې چرته چې غريبي زياته ده ،د مرستي سامان ليږلو سلسله پيل كړې٬ په دې د شاه سلمان، سعودي حكومت او د دې تنظيم مننه كومډده ووئېل د كورونا وباء له امله سمندر پوري پاسكتانيانو ته د پېښو مسئلو څخه خبر يو او هيله لرو چې سعودي حكومت به د پاكستانيانو په مسئلو غور هم وكړي، وزيراعظم عمران خان عمر له په هر فورم د اسلامو فوبيا او تحفظ ناموس رسالت په اړھ غږ پورته كړے ٬ مونږ هيله لرو چې څه ډول وزيراعظم عمران خان قائدانه كردار ترسره كړے دغسې به د ټولي نړۍ مسلمانان په اتفاق سره د تحفظ ناموس رسالت او د اسلام اصل بيانه نړۍ ته رسولو كښې كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سعودي فرمانروا شاه سلمان امدادي ادارې د اړخه پاكستان كښې د امدادي پروګرام پيل كولو دستوري ته وينا كوله۔ وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل شاه سلمان فلاحي ادارې د ټولې نړۍ په شان پاكستان كښې هم نن څخه يو لكه 29 زره كورنيو له په خپلو سيمو كښې چرته چې غريبي زياته ده د مرستي ورسولو سلسله پيل كړې ٬ په دې د شاه سلمان، سعودي حكومت او د دې تنظيم مننه كوم
پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې نزدې او د ملګرتيا اړيكي لري،د وفاقي وزير مراد سعيد د سعودي فرمانروا شاه سلمان امدادي ادارې د اړخه پاكستان كښې د امدادي پروګرام پيل كولو دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena