اسلام آباد۔30 مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د فلسطين ملاتړ سره اړوندې حكومتي پالېسۍ كښې كوم بدلون رامخې ته شوې دې ٬ نه به رامخې ته شي٬ د فلسطين په اړه د پاكستان رياستي پالېسي ښكاره او د پاكستان د مؤسس قائداعظم په فرامينو اډانه لري۔ دې ووئيل د پاكستاني اولس د هيلو په ضد كومه پالېسي رامخې ته كېدې يا ګام پورته كېدې نه شي۔ پاكستان د فلسطين مسئلې او اسرائيل سره په اړوند خپل روايتي او اصولي دريځ ټينګ ولاړ دے۔دې ووئيل خارجه وزارت د دې خبرې سپيناوې كړې دې چې د پاكستان لخوا كوم پلاوې اسرائيل ته نه دې تلې۔ د ګل په ورځ په خپل پالېسي بيان كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې مونږ د فلسطيني اولس د رايې كارولو حق بشپړه ملاتړ كوؤ۔ دې ووئيل نړۍ دوه رياستي حل په منطقه كښې د تلپاتي امن ضامن ګڼي ۔ دې ووئيل د 1967ء نه د وړاندې پولو ٬ بېت المقدس پلازمينې او د جغرافيائي وحدت لرونكي فلسطيني رياست په اړه شوې لوظ دې وپاللې شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د مقبوضه فلسطين او مقبوضه جموں وكشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په ايجنډا د اوږدې مودې نه پرته ده چې حل كول يۍ د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده۔ دې ووئيل تر كومې دا دواړه مسئلې حل شوې نه وي په نړۍ كښې به تلپاتې امن يو خوب پاتې وي۔ دې ووئيل د مقبوضه فلسطين او د مقبوضه كشمير د اولس د منصفانه هڅو به هر ډول ممكنه ملاتړ دوامدار ساتؤ۔ دې ووئيل ارزان سياسي شهرت لپاره هر منفي ګام پورته كوؤنكې دې لږ د قومي ګټو هم خيال وساتي۔ دې ووئيل په دوره كښ شامل د پی ټی وی اېنکر برطرف او آف ائیر كړې شوې دې٬ ياد شوې اېنكر په خپل ذاتي حېثيت سره دا دوره كړې وه۔
پاكستان د فلسطين مسئلې او اسرائيل سره په اړوند خپل روايتي او اصولي دريځ ټينګ ولاړ دے ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پالېسي بيان
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس