اسلام آباد22 جون (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير اسعد محمود سره پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي د شورو په ورځ په مواصلات وزارت كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې د مواصلات وفاقي سېكرټري او د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن كېپټن(ر)محمد خرم آغا٬د مواصلات وزارت او اېن اېچ اے سينئر افسران هم موجود وو۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اولس ترمينځه د مينې٬باور او غېر معمولي رشتې ډېرې ژورې او پخوانۍ دي٬مكه او مدينه زمونږ د ايمان محور دے٬عقيدت په لفظونو كښې نشي بيانېدے ۔په دې موقع د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ووئيل پاكستان زمونږ دوهم كور دے او د پاكستان پرمختګ او سلامتيا د ټولې اسلامي نړۍ لپاره مهم دے۔ده ووئيل سعودي عرب په هره څانګه كښې د پاكستان سره د مرستې لپاره چمتو دے
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ