اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي چې د اوسني حكومت په دور كښې افغانستان سره په تجارت كښې كمې نه دې راغلې بلكې اضافه شوې، نواز شريف او زرداري به په نجي دورو سركاري خزانه لوټ كوله، وزيراعظم عمران خان شاه خرچې نه خوښوي. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر مشتاق احمد او محسن عزيز د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مهم كردار دے، وزيراعظم عمران خان يوه هم نجي دوره په سركاري خرڅ نه ده كړې ، نواز شريف او زرداري به په سركاري خرڅ بهرنې دورې كولې. ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره په مذاكراتو كښې پاكستان خپل كردار ترسره كړے، د افغانستان په معامله د او آئي سي كانفرنس زمونږ د خارجه پالېسې د كاميابې په اړه ډېر مهم دے. پاكستان په افغانستان كښې د امن لار هوارولو لپاره په مذاكراتو كښې بشپړه مرسته كړې ده
د اوسني حكومت په دور كښې افغانستان سره په تجارت كښې كمې نه دې راغلې بلكې اضافه شوې. د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان
مضمون کا ماخذ : راکی