پنډ دادنخان ۔27 فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي له 15 ورځو راهیسې اورؤ چې عدم اعتماد راروان دے٬ پاكستان په آزده خارجه پالېسۍ عمل كوي٬ پاكستان ټول عمري امن لپاره كردار ترسره كړې دې ٬ وزيراعظم عمران خان ټول عمري له د جنګ په ضد پاتې شوې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ په پنډ دادنخان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل مخالفې ډلې ته دا معلومه نه ده چې د هغوي لارښود كوم يو دے٬ له 15 ورځو څخه اورؤ چې عدم اعتماد راروان دے٬ اپوزيشن هسې بې بنسټه سياست كوي ٬ صورتحال داسې ښكاري چې مارچ لپاره به كسان هم مونږ وركوؤ ٬ جهانګير ترين حكومت سره دے۔ هغه ووئيل د وزراعظم عمران خان د روسيه دوره كاميابه پاتې شوې٬ په اولني ځل آزاده خارجه پالېسي رامخې ته شوه٬ پاكستان په خپله ګټه كښې خارجه پالېسي جوړه كړې ده ، پاكستان ټول عمري امن لپاره كردار ترسره كړې دې۔ هغه ووئيل د روسيه او يوكرېن ترمينځه جګړا روانه ده٬ چې ورسره د تېلو او څيزونو بيعې لوړې شوې۔ روسيه او يوكرېن 40 فيصده غنم پېدا كوي۔ هغه ووئيل مونږ غواړؤ چې د روسيه او يو كرېن ترمينځه صورتحال به ډېر زر د معمول لمخې شي۔ هغه ووئيل په يوكرېن كښی نښتنې پاكستانيان ويستلو له د اطمينان وړ انتظامات شوي دي، كوم پاكستانې هم ستونزو سره نه دې مخ شوې۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان زړه او مضبوط لارښود دے۔هغه ووئيل د روسيه دورې هغه خلك پرېشانه كړي دي د كومو پېسې چې بهر هېوادونو كښې دي۔
له 15 ورځو راهیسې اورؤ چې عدم اعتماد راروان دے٬ پاكستان په آزده خارجه پالېسۍ عمل كوي٬ پاكستان ټول عمري امن لپاره كردار ترسره كړې دې٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی