لاهور 04 اکتوبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي په هېواد كښې سږ كال د بارانونو رېكارډ مات شوے٬ د سيلاب له امله ريلوے ته 5.250 ارب روپۍ زيان رسېدلے ٬د ريلوے سيكرټري نه تر مزدورانو ټولو سيلابي سيمو كښې كار كړے٬مونږ خپل آپرېشنز د موجوده وسائلو څخه بيا چلولے٬كله چې ما ته د ريلوے وزارت وسپارلے شو نو هغه وخت خساره 47.50 ارب روپۍ وه٬د ډيزلو بيعې زياتېدو سره د 20 نه تر 36 اربه روپۍ د تيلو په لړ كښې وركول وو٬په ريلوے د تيلو په لړ كښې 16 اربه روپۍ اضافي خساره راتلونكې وه ٬د ډالر بيعې زياتېدو سره ادائيګي هم زياتې شوې ٬كه د ريلوے د زيان مقابله كوو نو خپل آمدن به زياتوو٬د ريلوے زمكې به ډيجيټلائز كولې شي٬۔د نهې په ورځ د ريلوے هيډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔په دې موقع د ريلوے سيكرټري پشمول نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ده ووئيل سږ كال د ډيزلو بيعې زياتې شوي٬د پاكستان ريلوے تيل كوم چې په 21-22 كښې د 20 اربه روپۍ وو هغه اوس 22- 23 كښې 36 ارب روپو ته رسېدلي٬د بارانونو له امله ګڼ كسان ځپلې شوي دغسې د رېلوے نظام ته هم زيان رسېدلے دے۔ ده ووئېل د عملې د هلو ځلو په نتيجه كښې نن د ريلوے نظام بيا بحال شوے۔هره ورځ د 23 كروړ روپۍ ريونيو زيان شوے۔ده ووئيل 2.7 ارب روپۍ تېر كال ګټه شوې٬كه سپريم كورټ د بزنس كولو اجازه راكړه نو دا به 16 نه تر 17 اربه روپۍ ورسي۔ ده ووئېل چيف جسټس ته خواست كوم چې د ريلوے كيس زر تر زره واوري٬دلائل به وړاندې كولې شي۔د بزنس اجازه دې راكړی شي۔ده ووئيل د ريلوے خالي زمكې به په مډ ټرم وركول وي دغسې چې محكمې ته ګټه ورسي۔
د سيلاب له امله ريلوے ته 5.250 اربه روپۍ زيان رسېدلے٬د ريلوے سيكرټري نه تر مزدورانو ټولو په سيلابي سيمو كښې كار كړے۔وفاقي وزير خواجه سعد رفيق
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں