اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ګل په ورځ سندھ څخه تعلق لرونكو د قامي او صوبائي اسمبلۍ او د ګوند كاركنانو ملاقات كړے ۔د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې په ملاقات كوونكو كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د قامي اسمبلۍ غړي آفتاب صديقي٬د سندھ صوبائي اسمبلۍ غړو حليم عادل شېخ٬خرم شيرزمان٬سعيد آفريدي٬جمال صديقي٬رابستان خان٬شاهنواز جدون٬علي عزيز٬شهزاد قرېشي٬د ګوند غړي ډاكتر سيما ضياﺀ٬عدنان اسماعيل٬محسن ګھمن٬ملك عارف عدنان٬راجيش كمار٬مهېش كمار٬رامېش كمار او امين محمد شامل وو۔په دې موقع ملاقات كوونكو وزيراعظم ته د پاكستان په تاريخي لويه اولسي اجتماع امر بالمعروف مباركي وركړه او د وزيراعظم په مشرۍ يې د باور څرګندونه كولو سره په هېواد كښې او په نړيواله كچه د پاكستان پرمختګ لپاره په اقدامات هغه ته پیرزوئنې وړاندې كړې۔
وزيراعظم عمران خان سره د سندھ څخه تعلق لرونكو د قامي او صوبائي اسمبلۍ او د ګوند كاركنانو ملاقات
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا