اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان كښې د ګلېشيئرز ويلې كېدو څخه د 70 لكه كسانو ژوند ته خطر دے٬ د ناڅاپي رامخې ته كېدونكو پېښو له امله لكونه كيوبك ميټره اوبه او ملبه بهېدې شي، د پرمختګ كړو هېوادونو لخوا په كلنه توګه د سل بېليونه ډالرو مرسته د کلائميټ فنانس لوظ تر سره كېدو څخه د موسمياتي بدلون مضمرات كښې كمے راتللے شي ۔ ده دا خبرې په نيويارك كښې د “واورې څخه د اوبو ترلاسه كېدلو او د دغې په ټولنو اغيز” پحقله ورچوئل مذاكره كښې وكړې۔ خارجه وزير ووئيل د تازه اوبو 70 فيصده برخه د ګلېشيئرز او واورې څخه ترلاسه كېږي، د دې شمېره په ھغه محدودو وسائلو كښې كېږي كوم چې د ژوند بقاء، زراعت او تعمير او پرمختګ لپاره ضرورې دي ٬ د كال 1960 راهسې ګرده نړۍ كښې د ګليشيرز شمېره كښې كمے راروان دے٬ په تېرو لسو كالو كښې چې څومره په تندۍ سره د ګليشيئرز شمېره كمه شوې هغه په 2 زره كالو تاريخ كښې غېر معمولې ده ۔ ده ووئيل نن د ګليشيئرز د ويلې كېدو شرح زياته شوې چې په سبب ئې په سمندرونو كښې د اوبو كچه زياته شوې۔ جرمن واچ ګلوبل کلائميټ رسک انډيکس كال 2021 له مخئ پاكستان د موسمياتي بدلون خطرو سره په مخ كېدونكو هېوادونو كښې په اتم نمبر دے۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون له امله پاكستان د كال 2000 نه تر اوسه 9989 كسانو او د 3.8 اربه ډالرو زيان برداشت كړے ٬ پاکستان كښې د ګليشيئرز زمكه نزدې 16933 کلوميټره ده٬ دلته 6 زره ميټره نه لوړې 108 غونډۍ او د پنځه او څلور زره څخه فټه څخه لوړې يو شمېر غونډۍ شته ۔ ده ووئېل زيات شوي درجه حرارت ګليشيئرز ويلي كړې چې ورسره په شمالي پاكستان كښې د واورې تالابونه جوړېږي٬ دا ګليشيئرز د خوږو اوبو لوئې ذخيرې دي او دا اوبه يوه مهمه وسيله ده۔ ده ووئيل د پاکستان 63 ګليشئيل تالابونه د خطرناك آتش فشاں او د سېلاب (GLOF) سره مخ دي چې ورسره د 70 لكه كسانو ژوند خطر سره مخ دے۔ ده ووئيل مونږ ماحولياتي نظام لپاره د ګليشيئرز اهميت له د تاجکستان كال 2025 د ګليشيئرز كال لمانځلو د اقدام ملاتړ كوو دغسې چې په نړيواله كچه شعور بېدار كړے شي
پاکستان كښې د ګلېشيئرز ويلې كېدو څخه د 70 لكه كسانو ژوند ته خطر دے ۔ د مخدوم شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې مذاكره كښې څرګندونه
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria