اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د بې بنسټه كيسو او سازشي نظريو وضعه كولو په ځائې دې دا ووئيلې شي چې د ايون فيلډ اپارټمنټس روپۍ له چرته څخه راغلې، د مرېم نواز د اربونو روپو جائيدادونه رامخې ته شوي، د هغې ځواب دې وركړي۔د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د انصار عباسي په يوه حيرت انګيز اسټوري مې د نظر څخه تيره شوه چې پكښې د ګلګت يو جج صاحب فرمائيلي كله چې هغه د ثاقب نثار صاحب سره چائے څښتلو نو جج صاحب په فون د هائي كورټ جج ته ووئيل د نواز شريف ضمانت د ټاكنو څخه وړاندې وانه خستلې شي! څه څه رنګ لطيفے په هېواد كښې د نواز شريف مظلوم ثابتولو لپاره كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل اندازه ولګوئ چې هغه د يو جج سره چائے څښلو له لاړ شي او هغه بيا فون كولو سره د هغه په وړاندې داسې هدايات جاري كړي چې د كوم ملزم ضمانت اخستل دي يا نه! ملزم هم يو عام وګړے نه وي د هېواد وزير اعظم وي۔ ده ووئيل بې ېنسټه قصے او سازشي نظريے جوړولو په ځائې دې دا ووئيلې شي چې نواز شريف كوم ايون فيلډ اپارټمنټس اخستلې او كوم چې بيا د مرېم نواز ملكيت كښې وركړې شوي، د هغې روپۍ چرته څخه راغلې ؟ چوهدري فواد حسېن ووئيل مرېم نواز دا وئيلي چې زما په لندن كښې څه چې په پاكستان كښې هم څه جائيداد نشته، اوس د اروبونو روپو جائيداد رامخې ته شوې، د دې ځواب دې وركړې۔
د بې بنسټه كيسو او سازشي نظريو وضعه كولو په ځائې دې دا ووئيلې شي چې د ايون فيلډ اپارټمنټس روپۍ له چرته څخه راغلې، د مرېم نواز د اربونو روپو جائيدادونه رامخې ته شوي، د هغې ځواب دې وركړي، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ټويټ
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا