اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د مزدورانو او خواري كښو د احترام او د دوي د بنيادي حقونو د تحفظ په اړه د خپل عزم څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي د مزدورانو تحريك د هر ډول امتيازات او د حقونو څخه د سرغړونو په ضد هڅو لپاره د لارې مشال دے، حكومت د مزدوانو خېبر ښېګړې او تحفظ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي، مزدور او آجر د پېداوار په عمل كښې شراكت دار دي او د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د دوي مرسته ضروري ده. د مزدورانو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې صدر ووئيل مونږ مزدورانو او خواري كښو ته سلام كوو. د خلقو په ژوند كښې بهتري او د پاكستان پائيدار پرمختګ لپاره د دوي خدمات د ستائنې وړ دي. ده ووئيل مونږ نن د خپل د هغې عزم پخلے كوو چې د خواري كښو احترام او د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره هلو ځلو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو هڅې به روانې ساتلې شي. ووئيل د مزدورانو هڅې د معاشرتي ناانصافې، چائلډ لېبر، جبري مشقت، رنګ، نسل، مذهب يا په صنفي بنياد د فرق او د هر ډول سرغړونو په ضد د لارې مشال جوړې شوي. ده ووئيل د لېبر قوانين د تشكيل نه ډېر وړاندې اسلام د مزدورانو د حقونو او وقار حرمت ياد كړے. زمونږ د نبي حضرت محمد ﴿ص﴾ په ژوند كښې د مزدورانو د وقار او د حقونو د احترام ګڼ شمېر مثالونه موجود دي. ځكه مونږ ګڼو چې مزدور او آجر د پېداوار په عمل كښۍ شراكت دار دي او د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د مزدور او آجر مرسته ضروري ده. صدر ووئيل حكومت د مزدورانو د ستونزو څخه ښه خبر دے، حكومت د كووډ-19 له امله په پېدا شوي صورتحال كښې د مزدورانو خېر ښېګړې او تحفظ لپاره بشپړه هڅې كوي. ده ووئيل د كورونا وائرس وبا خواري كښه او مزدوره طبقه ډېره ځپلې ده. په داسې حال كښې حكومت د احساس پروګرام له مخې د مزدور طبقې مرسته كړې. صدر ووئيل هغه په دې موقع د هېواد مزدور او آجر طبقې ته وائي چې د پاكستان د مرستې او پرمختګ علامت جوړېدو له خپل كردار ترسره كړې. ده ووئيل د دې ورځې په مناسبت مونږ په ټولنه كښې د مساوات، سماجي او معاشي انصاف ودې او د چائلډ لېبر، د ماشومانو مشقت او د هر ډول فرق خاتمې لپاره په ګډه د كار كولو لوظ كوو. صدر ووئيل هغه د ټول هېواد د خواري كښو ښه سباٶڼ او خوشحالې لپاره دعا كوي.
د صدر ډاكټر عارف علوي د مزدورانو نړيوالې ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha