اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي٬حكومت داسې پروژو ته پام لرنه كړې كومو سره چې د بلوچستان د اولس په ژوند ښه اثرات مرتب كېدې شي٬صوبه كښې انفراسټركچر٬كركيلې او د توان پشمول د بېلو څانګو پرمختګ او احساس پروګرام ترمخه بنيادي ضروري څيزونو سبسډي وركړې كېږي٬صنعت جوړولو او د پروسيسنګ پلانټس جوړول به د بلوچستان اولس اقتصادي پرمختګ له مهم ثابت شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ بلوچستان په پرمختيائي منصوبو د پیشرفت په اړه د جاج اخستلو غونډې ته وېنا كښې وكړه۔په غونډه كښې د ګورننس ډهانچې٬سركاري منصوبو٬د كبانو څانګې٬كمانډ ايريا پرمختګ٬زرعي څانګې او نرسنګ كالجز جوړولو په حقله د پېشرفت جاج واخستلې شو۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه په منصوبو دې د كار رفتار تند كړې شي۔د دې نه علاوه دې يو مستقل ډهانچه جوړه كړې شي دغسې چې د بلوچستان د محرومو سيمو د پرمختګ باوري كړې شي۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته سپارښتنه وكړه په منصوبو د كار رفتار دې تند كړې شي۔په غونډه كښې د خزانې وزير شوكت ترين٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري٬د مواصلاتو وزير مراد سعيد٬د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر نه علاوه د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو او نورو سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو
د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي٬حكومت داسې پروژو ته پام لرنه كړې كومو سره چې د بلوچستان د اولس په ژوند ښه اثرات مرتب كېدې شي۔وزيراعظم عمران خان د بلوچستان په پرمختيائي منصوبو د پیشرفت په اړه د جاج اخستلو غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس