اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان امريكې سره پراخه بنياد لرونكې او تلپاتې اړيكو لهخوښي لري٬ د نړيوالې ورورولۍ مثبت شموليت ٬ بشري مرستې ٬ د مالياتي وسائلو رسنې او د افغان اولس ستونزې لرې كولو په غرض د تلپاتي معيشت رغونې له كوټلو ګامونو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پاكستان په دوره راغلې د امريكې نائب خارجه وزيرې وېنډي آر شرمن سره خپلو خبرو كښې وكړه كومې چې خارجه وزير سره د جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ د سوئيلي او منځنۍ آسيا سېكتر مسټر ډونلډ لو هم هغې سره ملګرے ؤ۔ ملاقات كښې خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت سينئر چارواكي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د افغانستان او سيمه ايز امن سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د امريكې نائب خارجه وزيرې بلوچستان كښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ افغانستان كښې د سوله ايزې تصفيې په حاجت زور راوړولو سره هغې ووئيل د پاكستان او امريكا په نقطه نظر كښې همغږي موندلې كېږي۔ نائب خارجه وزيرې افغانستان څخه د امريكائي او نورو وګړو ويستلو كښې د پاكستان د مرستې او منطقه كښې امن لپاره د پاكستان پرله پسې هڅې وستائلې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هيله لرؤ چې په افغانستان كښې نوے سېټ اپ به امن او استحكام سره سره د ټولو افغانانو بهترۍ لپاره كار وكړي۔ د افغان اولس نمائنده او پراخه بنياد لرونكے حكومت نړيوالې ورورولۍ له د باور وړ همكار ګرځېدے شي۔ هغه ووئيل د نړيوالې ورورولۍ لخوا مثبت شموليت ٬ بشري مرستې ٬ د مالياتي وسائلو رسنې او د افغان اوس ستونزې لرې كولو په غرض د تلپاتي معيشت رغونې له كوټلو ګامونو ته اړتيا ده۔ هغه ووئيل پاكستان معاشي مرستې ٬ سيمه ايزو رابطو ته وده وركولو او منطقه كښې امن له امريكې سره پراخه بنياد لرونكې او تلپاتې اړيكو له خوښي لري۔ هغه ووئيل د پاكستان او امريكې ترمينځه د باقاعده او كوټلي ډائيلاګ عمل زمونږ دوه اړخيزه ګټې سره سره شريكو سيمه ايزو مقاصدو ته وده وركولو له ضروري دے۔ د امريكې نائب خارجه وزيرې د پاكستان او امريكا ترمينځه د موسمياتي بدلون او متبادل توان په اړه په دوه اړخيزه خبرو اترو كښې د شوي پېشرفت ستائنه وكړه۔ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كولو سره خارجه وزير په سوئيلي آسيا كښې تل پاتي امن او استحكام لپاره د كشمير مسئلې منصفانه حل په اهميت زور راوړو۔ خارجه وزير په كووېډ -19 قابو موندلو له د امريكا پاكستان سره په مرسته كولو د نائب خارجه وزيرې وېنډي شرمين مننه وكړه۔ (mwa/mwa/1530)
پاکستان امريکې سره پراخه بنياد لرونكې او تلپاتې اړيكو له خوښي لري٬ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د امريكې نائب خارجه وزيرې وېنډي آر شرمن سره خبرې
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa